ننګرهار کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رسنیز دفتر وايي ، چې له تېرې “سې شنبې” شپې راهیسې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې درنو اورښتونو ۳۲ تنو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.
د یاد ریاست د اطلاعاتو له مخې په دغو پېښو کې ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې ۳ تنه شهیدان او ۲ تنه ټپیان، په خوګیاڼو کې ۴ شهیدان او ۵ ټپیان، هسکه مېنه کې ۱ شهید او ۲ تنه ټپیان، دره نور کې ۶ تنه ټپیان، په ده بالا کې ۱ شهید او ۴ ټپیان او د جلال آباد ښار په انګورباغ سیمه کې ۵ تنه شهیدان او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد ریاست په وینا دا ارقام لومړني دي او دا چې اورښتونه لا هم دوام لري، ښایي د مرګ – ژوبلې په کچه کې تغیرات راشي. د دوی په وینا اړوندو ادارو د زیانمنو کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات پیل کړي دي.

