په ننګرهار ولایت کې د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په همکارۍ د پولیو اووه ورځنۍ کمپاین پیل شو
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي دا کمپاین به د ښار ترڅنګ په درې ولسوالیو (بټي کوټ، بهسود او سره رود) کې ترسره شي چې په ترڅ کې به شاوخوا ۴۵۰ زره ماشومان واکسین شي
چارواکي وایي په دې ولایت کې د پولیو د محیطي ویروس د شتون له امله دا کمپاین بیا پیل شوی څو د ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي ځکه تر دې وړاندې په دغه سیمه کې د ګوزڼ ویروس تر ۹۸ سلنه کنټرول شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان استازو د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د ولایتي ادارو او رسنیو همکاري اغېزمنه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول ګډې هڅې د ویروس د لا خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري
همدارنګه د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د یونیسف په همکارۍ خبریالانو او د دولتي ادارو ویاندویانو ته د پولیو ویروس او واکسین په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي ورکشاپ هم ترسره شوی دی
روغتیاپالان ټینګار کوي چې پولیو یوه ناعلاجه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د دایمي فلج لامل ګرځي، او د مخنیوي یوازینۍ لار یې د هر کمپاین پر مهال د واکسین دوه څاڅکي ورکول دي

