د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ټولټال ۷۵۳ کورنۍ چې ۳۹۰۸ غړي یې لرل، افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي
هغه وايي د تورخم له لارې ۶۰۱ کورنۍ (۳۱۶۱ تنه) راغلې له دې ډلې ۴۹۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې. د ترانسپورټ لپاره ۲,۰۲۷,۸۷۰ افغانۍ ورکړل شوې او له ۶۰۱ کورنیو سره ۵,۰۱۲,۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
فطرت لیکلي پدې لړ کې د سپین بولدک له لارې ۹۹ کورنۍ (۵۴۸ تنه) هېواد ته راستانه شوې. له دې ډلې ۲۷ کورنۍ کابل ته لېږدول شوې چې د ترانسپورټ لپاره ورته ۳۳۶,۸۰۰ افغانۍ او د مرستې په توګه ۲۲۰,۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي
نوموړی وایي د ورېښمو پل له لارې ۳۷ کورنۍ (۱۴۸ تنه) ثبت او هېواد ته راستانه شوې دي. همدارنګه ۸۹۲ مسافر هم راغلي او له ۳ کورنیو سره ۲۴,۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده
هغه وايي د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ (۵۱ تنه) راستنې شوې او له دغو کورنیو سره ۹۶,۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده
د نوموړی وايي ترانسپورټ او لېږد کمېټې له خوا له کابل څخه ۱۱۶ کورنۍ (۶۲۷ تنه) نورو ولایتونو ته انتقال شوې چې د ترانسپورټ لپاره ورته ۴۰۱,۶۲۰ افغانۍ ورکړل شوې دي
راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو چارو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی

