افغانستان د غالیو د تولید او اوبدلو له پلوه اوږد تاریخ لري او افغاني غالۍ د هېواد له مهمو کورنیو تولیداتو څخه ګڼل کېږي. په دې صنعت کې زرګونه کورنۍ د غالیو له اوبدلو، تولید، پلور او سوداګرۍ څخه عاید ترلاسه کوي.
په ننګرهار کې هم د غالیو ګڼې کارخونې فعالیت لري؛ خو صنعتکاران وایي، د مناسب کاري ځای، پانګونې او صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل کولای شي د دغه صنعت د لا پراختیا زمینه برابره کړي.
په ورته مهال، پانګوال وایي، په دې برخه کې یې پانګونه کړې او سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
دوی له حکومتي مسؤلینو غواړي چې د افغاني غالیو د صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو کورني تولیدات بهرنیو بازارونو ته په اسانه ورسېږي.
بل لور ته، په جلالاباد ښار کې د غالیو پلورونکي وایي، د امنیت له ښه کېدو سره د غالیو د پېر او پلور بازار هم ښه شوی دی.
دوی غوښتنه کوي چې په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وشي، څو د هېواد د خلکو اړتیاوې تر ډېره له کورنیو تولیداتو پوره شي.
د ننګرهار د غالیو اوبدلو د اتحادیې مسؤلین هم په دې برخه کې د ځینو ستونزو شتون مني او له حکومتي مسؤلینو غواړي چې د صنعتکارانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د غالیو شاوخوا ۴۵ کارخونې فعالیت لري، چې نږدې شل زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه ریاست مسؤلین زیاتوي، د صنعتي پارک د ځمکې د وېش موضوع یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې او تمه ده چې په راتلونکي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.
د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه کسان د غالیو له صنعت سره په مستقیم او غیرمستقیم ډول تړاو لري.
د غالیو صنعتکاران وایي، که د صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي، افغانۍ غالۍ کولای شي په نړیوالو بازارونو کې لا پراخ حضور ولري.
راپور: سباوون ساحل

