د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې، سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزیر رباب فاطمې ته افغانستان ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغې د نوې دندې په ترسره کولو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
په لیدنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار وشو.
همدارازد افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په تړاو، د کره او باوري معلوماتو پر کارولو، د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس او له اړوندو افغان ادارو سره د لازمې همغږۍ پر اهمیت تاکید وشو.
د اقلیمي بدلونونو او اوبو په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو د مدیریت په موخه، د همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې.
د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکتور د ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو د فعالیتونو، راتلونکو غونډو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې، د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او د همکاریو د لا پیاوړتیا پر دوام ټینګار وشو.
سرچینه : شرق نیوز

