د زمري ۲۴ مه !
په ننګرهار ولایت کې د زمري ۲۴مې په مناسبت بیلابیلو پروګرامونه پیل شوي ، چې په لړ کې د ښاروالۍ له لورې تېره شپه د لس میلیونه افغانيو افغانيو په ارزښت د ښاري ښکلا په موخه د درونټې سیمه کې د جوړې شوې دروازې په ګډون د دريو پروژو پرانسته وشوه .
د دغې دروازې جوړونکی پانګوال ( شمال خان ) وايي دغه چاره يې د يوه ملي احساس او هیوادنۍ مینې په اساس ترسره کړه او له نورو پانګوالو هم غواړي چې د هیواد د ښکلا ، ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.
د ننګرهار اوسیدونکي د ښاروالۍ او دغه پانګوال د ښاري ښکلا په برخه کې دا اقدام ستايي او له نورو پانګوالو هم غواړي ، چې د ښاري ښکلا په برخه کې ورته پانګونه وکړي.
بلخوا د جلال اباد ښار واټونو ته تېره شپه او نن ورځ ګڼ شمیر خلک راوتي ، ترڅو د زمري ۲۴ په جم ، جوش او ولولو سره ونماځڼي.
د دغې ورځې په مناسبت د ننګرهار وراخوا په نورستان ، لغمان او کونړ کې بیلابیلې پروګرامونه او غونډې ترسره شوي.
د یادونې وړ ده چې دغه ورځ له کابو پنځو کالو راهیسې په ختیځو ولایتونو ترڅنګ د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د بیلابیلو پروګرامونو په ترسره کولو سره نمانځل کیږي.
راپور: سباوون ساحل

