د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، اټکل کېږي چې سږکال به د دغه ولایت له ۱۱ زره ۹۱۰ هکټاره طبیعي ځنګلونو څخه شاوخوا ۱۴۰ مټریک ټنه جنغوزي راټول شي.
د مسوولینو په وینا، تېر کال د جنغوزیو حاصل ۹۰.۳ مټریک ټنه و، خو سږکال به دغه کچه شاوخوا ۴۹.۷ مټریک ټنه زیاته شي، چې د تېر کال په پرتله نږدې ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې ریاست مسوولین د حاصل د زیاتوالي لاملونه ښه مدیریت، د خلکو عامه پوهاوی، د جنغوزیو ټولونکو روزنه او د هغوی مسلکي کول بولي.
بلخوا، د ننګرهار د والي په هڅو سږکال د جنغوزیو د حاصل د راټولولو حق د هغو سیمو خلکو ته ورکړل شوی چې طبیعي ځنګلونه لري.
د معلوماتو له مخې، دغه خلک به له خپل حاصل څخه یوازې عشر حکومت ته ورکوي.
د دې پرېکړې موخه د ځنګل لرونکو سیمو خلکو ته د عایداتي سرچینو برابرول، د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د کورنیو د لګښتونو د پوره کولو زمینه برابرول بلل شوې ده.
د جنغوزیو د حاصل زیاتوالی کولای شي د ننګرهار د ځنګلي سیمو د اوسېدونکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د طبیعي ځنګلونو د ساتنې لپاره هم د خلکو ونډه زیاته کړي
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

