د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې امریکا ښايي ډېر ژر د ایران پر «کوه کلنګ» برید وکړي.
کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.
ټرمپ وايي، امریکا د فضايي او استخباراتي وړتیاوو له پلوه تر ټولو مخکښ هېواد دی.
د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ټرمپ وویل چې ده ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی دی.
ټرمپ د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وویل چې له ایران سره شخړه د امریکا لپاره لویه مسئله نه ده
له دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې له ایران سره روانه شخړه جګړه نه بولي.
سرچینه : بي بي سي

