ننګرهار کې له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ریاست رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرې شپې سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په سپین غر، خوږیاڼو، شېرزادو، مهمند درې، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د خبرپاڼې په وینا د بارانونو او سېلابونو له امله د یادو سیمو کرنیز فصلونه او یو شمېر کورونه زیانمن شوي، چې د زیانونو دقیقو جزیاتو موندلو په موخه سروې پیل شوې ده.
بل لور بیا د پچیر اګام ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

