د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له یوه مل پلاوي سره د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د انرژۍ د ۱۷م نړۍوال فورم په څنډه کې د انرژۍ له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې افغان پلاوي یاد نندارتون کې د انرژي د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژۍپه برخو کې له عصري ټکنالوژۍ، پرمختللو تجهیزاتو او نړۍوالو تخنیکي نوښتونو څخه له نږدې کتنه کړې ده.
یاد وزارت وايي چې وزیر د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان د انرژي سکتور د مسلکي کادرونو لپاره د نړۍوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژي سکتور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.
سرچینه : شرق نیوز

