د ننګرهار ولایت اړوند په حوزي روغتون کې درې سوه نهه اتیا د عصبي جراحی پیچلي او مغلق عملیاتونه ترسره شوې دي.
مسوولین وايي پخوا به د دغه عملیاتو په موخه خلکو خپل ناروغان پاکستان اویا هم نورو بهرنیو هیوادونو ته لیږدول
دغه څرګندونې د دغه ولایت د عامي روغتیا چارواکو لخوا د حوزوي روغتون د عصبي جراحی د څانګې د مشر ځوان ډاکټر حامد شیر شینواري په موخه جوړه شوې ستاینغونډه کې وکړي
بلخوا خلک خوښ دي چې اوس يې په حوزوي روغتون کې د هغه ناروغانو درملنه شونې شوې کوم چې پخوا به يې د درملنې په پار خپل ناروغان له هیواد بهر لیږدول
دوي همدراز له حکومته غواړي چې په پرمختللو طبي تجهیزاتو سمبالښت برخه کې دغه روغتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس وايي هڅه کوي ، چې بهرنیو هیوادونو ته د درملنې په موخه د ناروغانو د لیږدولو مخه ونیسي او په روغتون کې ورته ټوله تجهیزات او وسایل برابر کړي.
حوزوي دغه روغتون کې نه يواځي د ننګرهار بلکې د ختیځونورو ولایتونو ترڅنګ د کاپېسا او کابل د سروبي ولسوالۍ د نارغانو درملنه هم ترسره کیږي او د عصبي جراحي ورخوا بیلابیل ډوله نور عملیاتونه په کې هم د مسلکي متخصصینو پرمټ ترسره کیږي.
راپور : سباوون ساحل

