د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا ظالمانه بریدونه کړي دي .
مجاهد وایي د پاکستاني رژیم لخوا یو ځل بیا تېره پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بمبار شوی .
د ویاند په خبره دغه بریدونو کې څلور تنه عام هېوادوال شهیدان شوي .
ذبیح الله مجاهد دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندلي، د ټولو اصولو خلاف صريحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بللی .
مجاهد څرګندوي چې اسلامي امارت خلکوته ډاډ ورکوي چې د پاکستان پوځي رژيم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې، د پریکنده دريځ په نیولو سره به مناسب ځواب ورکړل شي .
د اسلامي امارت په وینا، د ياد رژيم له لوري پر افغان خاوره هوايي بریدونه د پاکستان د کورنيو ستونزو د توجیه کولو لپاره ترسره کېږي.
مرکزي وياند خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري دغه ډول «بېمحاسبې او کرکجن اقدامات» د افغان ولس غوسه راپاروي او د پاکستاني پوځ لپاره به ناوړه پایلې ولري.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې همدا روان اونۍ هم د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کونړ او پکتکا هوایي بریدونه شوي وو چې پکې یواځې او یواځې ملکي خلک په نښه شوي وو .
سرچینه : شرق نیوز

