د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په داسي حال کې، چې د روغتیایي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار او ګڼ شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله د روغتیایي چارو قومندانۍ اړوند د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون له تازه فعال شویو بېلابېلو څانګو څخه لیدنه کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دفاع وزیر د یاد روغتون د نویو فعاله شویو څانګو لکه نظامي طب پوهنځۍ ودانۍ، لابراتوارونو، درسي خونو، کتابتون، محصلین، ایمیجنګ سینټر، د زړه نوي مرکز، وي آی پي او مختلفې برخې له نږدې کتلې او د هغو ارزونه یې کړې ده.
د دفاع وزیر همدارنګه د یاد روغتون د متخصصو ډاکټرانو سره دځانګړې غونډې په ترڅ کې د اسلامي اردو د منسوبینو د تداوۍ په برخه کې ډاکټرانو د خدمتونو ستاینه او قدرداني وکړه، د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل او د پرمختګ لپاره یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
سرچینه : دفاع وزارت

