د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، کابل د هغو هېوادونو له هڅو هرکلی کوي چې د خبرو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره هڅې کوي.
مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د چین ترڅنګ قطر، متحده عربي امارات او ترکیه هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شته مسایلو د حل لپاره هڅې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جګړې غوښتونکی نه دی او د خبرو اترو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته مسایلو پر حل باور لري.
ذبیحالله مجاهد یو ځل بیا د هغو هېوادونو له هڅو هرکلی کړی، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافونو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې کوي.
سرچینه : شرق نیوز

