د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قطر سفیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، سره د افغانستان او قطر پر دوهاړخیزو اړیکو او یو شمېر سیمهییزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د ګډو ګټو اړوند سیمهییزو مسایلو په اړه د نظر تبادله شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي امیرخان متقي د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې مثبتې او مخ پر ودې بللې او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا په برخه کې یې د قطر رول ستایلی دی.
په همدې حال کې، د قطر سفیر، ډاکټر مردف القاشوطي ویلي، د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي او ژورې دي او هېواد یې د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د پیاوړتیا ملاتړ ته ژمن دی.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

