د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره په ټیلفوني اړیکه کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د مرستو لړۍ اغېزمنتیا په اړه خبرې کړي.
په ورته مهال ډیکارلو د اسلامي امارت له لوري د بشري فعالیتونو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو هرکلی کړی او هغه یې د مرستو پر وخت رسېدنې لپاره مهم بللي دي.
نوموړې دغه راز د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه مالومات ورکړي.
دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی

