چهارشنبه، ۲۱ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
۱۱ مارچ ۲۰۲۶ م
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د برېتانیا څانګې پلویانو د برېتانیا د پارلمان مخې ته اعتراضي لاریون ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو د پاکستاني پوځ له لوري په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې، د #افغانستان پر خاوره د تکراري بریدونو موضوع، او د #پاکستان د حکومت له خوا پر PTM د بندیز مسئله د اعتراض موضوع ګرځولې ده.
لاریون کوونکو غوښتنه کړې چې د یادو مسایلو په اړه دې نړیواله ټولنه پاملرنه وکړي.

