په لغمان ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې د نمرو د وېش بهیر چټک شوی او یوازې په تېرو درېیو اونیو کې ۲,۲۱۰ کورنیو ته نمري وېشل شوې دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱,۵۰۰ کورنۍ په جبري ډول لغمان ته راستنې شوې دي.
راستنې شوي کډوال د نمرو د ورکړې له پروسې خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دا بهیر لا ګړندی شي او د کار زمینه هم ورته برابره شي.
د چارواکو په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې له سلګونو راستنو شوو کورنیو سره خوراکي او نغدي مرستې هم شوې دي.
تر اوسه په دوو ځانګړو ښارګوټو کې ټولټال ۳,۱۶۳ نمري وېشل شوې دي.
د ولایت مقام وايي چې د راستنېدونکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ولایتي چارواکو څو ځله مرکز ته سفرونه کړي او بېلابېلې مرستې یې ترلاسه کړې دي.
د راستنېدونکو لپاره په ځانګړو ښارګوټو کې د ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو، روغتیايي مرکزونو، پارکونو او د پاکو اوبو د شبکو جوړول په پلان کې دي، او په یوه ښارګوټي کې د اوبو د شبکې عملي چارې پیل شوې دي.
د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې یو موقتي مېشتځای هم جوړ شوی چې تازه راستنو شویو ته پکې د خوراک، څښاک، روغتیا او نورو برخو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو لپاره د نمرو وېش او لومړنۍ مرستې روانې دي خو کډوال د کار فرصتونو او د خدماتو د لا پراختیا غوښتنه کوي

