د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، افغانستان او پاکستان دواړه له یو بل سره د خپلو اړیکو عادي کولو ته لېوالتیا لري.
لاوروف ویلي، روسیه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شته ستونزو د حل، د نویو ننګونو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو له بهیر څخه ملاتړ او دې برخه کې همکاري کوي.
هغه ټینګار کړی چې مسکو به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او هواري په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې هم روسي چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د همکارۍ او مرستې لپاره چمتووالی ښودلی و.
سرچینه : شرق نیوز

