د بلخ والي محمدیوسف وفا د اوزبیکستان لوی مفتي د مرستیال په مشرۍ ۱۴کسیز پلاوي سره کتلي دي.
د بلخ ولایت مقام لیکلي، کتنه کې د بلخ والي ویلي، راغلی پلاوی باید د افغانستان مثبت انځور تر خپلو مشرانو ورسوي او د دښمنانو پروپاګند رد کړي.
نوموړي له اوزبیکستان سره د عملي همکاریو غوښتنه کړې، څو د علم په برخه کې علمي ستوري نړۍ ته وړاندې شي.
په ورته مهال اوزبیک پلاوي د افغانستان امنیت او ټیکاو د اوزبیکستان په ګټه بللی.
حامدجان ایشمت بیکوف ویلي، افغانستان او اوزبیکستان د علمي، کلتوري، تاریخي، تجارتي او ډېرو نورو برخو کې نه بېلېدونکي تړاونه لري.
سرچینه : شرق نیوز

