د کابل کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د ۵ کیلومتره دویم لین سړک د رغونې چارې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال د ۶۳ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.
ټولګټو وزارت زیاتوي دغه سړک ۱۰ متره پلنوالی لري او په اوږدو کې یې د ۱۰ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
سرچینه وایي چې یاد وزارت د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا برابرولو او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د هېواد د یو شمېر مهمو لویو لارو د دویم لین سړکونو د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.
سرچینه : شرق نیوز

