د کورنیو چارو وزارت وایي د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو پنځه تنه له یوه اندازه تریاکو، دوه د فلزاتو د موندلو دستګاوو، یوې د سټارلینک وایفای دستګاه، ۴ زره او ۷۵۰ پاکټه نشهيي ګولیو، یو شمېر مرمیو او د کمرشکن وسلې له پرزو سره نیولي دي.
دغه وزارت زیاتوي د کونړ ولایت د پېچدرې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ځواکونو درې تنه د چارتراش لرګیو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
سرچینه : شرق نیوز

