د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د ولسمشر له مرستیال او د اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، پانګونې او ګډو همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې.
قزاقي لوري اعلان وکړ چې په کابل کې به د قزاقستاني درملو د پلور مرکز او د سوداګرۍ خونه پرانیزي.
همداراز یې ژمنه وکړه چې هرات ته د قزاقي اوړو د لېږد په برخه کې به د ترانسپورټ سبسایډي ورکړي.
د قزاقستان د ولسمشر مرستیال وویل، هېواد یې چمتو دی چې د بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو، د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایټ او زینک د اکتشاف او استخراج، د کیمیاوي سرې د تولید او د رېل پټلۍ د لویو پروژو په برخه کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي.
نوموړي همداراز د افغانستان د خوراکي توکو د وارداتو د زیاتوالي او د افغاني صادراتو پر مالیو د کمښت لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقي پلاوي له ژمنو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اړوند ادارې به د یادو پروژو او اقتصادي همکاریو د عملي کېدو لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.

