د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، عراق پرېکړه کړې چې له ایران سره خپل ځینې سرحدي بندرونه وتړي.
د راپور پر بنسټ، د عراق لومړي وزیر علي الزیدي امر کړی چې د الشیب سرحدي بندر دې د چهارشنبې له ورځې څخه تر بلې خبرتیا پورې د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد لپاره وتړل شي.
د عراق یوې حکومتي سرچینې الجزیرې ته ویلي چې له ایران سره به د دغه هېواد یو شمېر نور سرحدي بندرونه هم په راتلونکو ورځو کې په تدریجي ډول وتړل شي.
سرچینې نه دي روښانه کړې چې د دواړو هېوادونو له شپږو سرحدي بندرونو څخه به څو بندرونه تړل کېږي. تر اوسه د دې پرېکړې لامل هم نه دی څرګند شوی او د عراق حکومت په دې اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
سرچينه: شرق نيوز

