د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو پر دوام یو ځل بیا د کونړ په شلتن ولسوالۍ چاو ګام سیمه کې د ملکي وګړي په کور هوايي برید شوی دی .
د ځايي سرچینو په وینا دغه برید همدا تیره شپه دري نیمي بجي شوی دی چې د یو بیګناه هیوادوال کور په نښه شوی چې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه شهیدان شوی او ۳ تنه ټپیان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي برید د یو بیګناه هیواد وال په کور شوی چې هیڅ کومي ډلي پوري تړاو نلري.
په ورته مهال کې ټپیان د اسعداباد ولایتي روغتون ته انتقال شوې چې لومړني مرستي ورسره شوې او لا هم د تداوۍ لاندې دي.
روغتیا پالان د ښي درملني او پاملرني په برخه کې ډاد ورکوې .
په ورته مهال کې د اسلامی امارت ویاند زبیح الله مجاهید پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان پوخي رژیم بریدونه تاید کړي او دغه کار يي یو لوي جنایت بللی دی .
راپور : پرویز مومند

