ننګرهار کې د خوراکي توکو د يوه کڅوړې ترڅنګ ناست دا درې سوه تنه تازه له پاکستانه په جبر راویستل شوې او هیواد ته راستانه شوې ، چې د جرمنې مرستې د افغان ماشومانو سره د مرستندویه ادارې په مالي مرسته ورسره د دغه ولایت د کډوالو ریاست له لورې دغه مرسته وشوه .
د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي دغه مرسته نهه قلمه خوراکي توکي دي ، چې اوړه ، غوړي ، لوبیا ، بوره ، خرما ، شین چای وریجې او د خوارځواکو ماشومانو لپاره ځانګړې خوراکي توکي په کې شامل دي.
د دوي په خبره دغه مرستندویه اداره له پنځلس سوه کورنیو سره مرسته کوي ، چې دا يې د دغې لړۍ پیل دی.
ددغې مرستندویه ادارې مسوولین وايي دا پنځلس سوه کډوالې کورنۍ د کډوالو او اقتصاد ریاستونو سره په ګډه همکارۍ د يوې شفافې سروې په ترڅ کې ټاکل شوي دي.
د دې مرستو ترلاسه کوونکي راستانه شوې د دغه مرستو خوښ دي ، ځو له اسلامي امارت د لا ډيرو مرستو ، کاري زمینو او سرپناوو د برابرولو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده ، چې لا هم هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته راستنیږي ، چې د کډوالو چارو ریاست د مسوولینو پروینا په فرضي کرښه او عمري مېشتغالي کې ورته ګڼې اسنتیاوي برابرکړي دي.
راپور : سباوون ساحل

