د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي، د یمن د حوثیانو له لوري توغول شوی یو بالستیک توغندی یې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې شنډ کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه توغندی د خمیس مشیط ښار پر فضا شنډ شوی، وروسته له هغې چې د سعودي ملکي دفاع ادارې د ابها ښار لپاره د احتمالي خطر خبرداری ورکړی و.
د راپورونو له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د حوثیانو په یوه تازه برید کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

