ریانووستي رسنۍ داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي امریکا په پام کې لري د ونزویلا تښتول شوی ولسمشر نیکولاس مادورو د ۲۰۲۷کال جون میاشت کې محاکمه کړي.
امریکا د روان کال د جنوري په ۳مه نېټه د ونزویلا پر ولسمشرۍ ماڼۍ یرغل وکړ نیکولاس مادورو او مېرمن یې یې نیویارک ته وتښتول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، مادورو او مېرمن به یې د نشهيي توکو قاچاق کې د لاس لرلو په تور محاکمه شي.
مادورو او میرمن یې د نیویارک محکمه کې په دوی لګیدلي تورونه رد کړي دي.
سرچینه : ریانووستي رسنۍ

