د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، له برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اډ میلیبند سره یې په لیدنه کې پر دې خبرې کړې چې اروپا باید د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره لا فعال رول ولوبوي او پر خپلو دفاعي چارو کې زیات تمرکز وکړي.
روبیو ویلي، دواړو لورو د هرمز تنګي له لارې د ازاد تګ راتګ او د نړیوال ترانزیټ د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړې چې امریکا او برېتانیا پر دې ګډه ژمنتیا لري چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.
سرچینه : شرق نیوز

