د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو او راستنېدو بهیر چټک شوی، چې له امله یې پر راستنېدونکو کورنیو او کوربه ټولنو پراخ ټولنیز او اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.
راپور څرګندوي چې ډېری راستنې شوې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي.
د اوسېدو مناسب ځای، کاري فرصتونه او لومړني خدمات نه لري او ګڼ شمېر یې له اوږدې مودې وروسته افغانستان ته راګرځېدلي، چې له اوسنیو شرایطو او د ژوند له امکاناتو سره چندان بلد نه دي. ډبلیو ایف پي خبرداری ورکړی، چې یو شمېر کورنۍ حتی نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک به له کومه برابر کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، تېر کال له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي وو او دا لړۍ لا هم دوام لري.
یاد سازمان وایي، د راستنېدونکو شمېر زیاتوالی د بشري مرستو اړتیاوې هم لوړې کړې دي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې له مخکې نه د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
نړیوالو مرستندویه ادارو اندېښنه ښودلې چې که راستنېدونکو ته بېړنۍ مرستې، سرپناه او د ژوند لومړني امکانات برابر نه شي، نو د بشري ناورین د پراخېدو خطر به زیات شي.
همداراز ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه باید له افغان راستنېدونکو او زیانمنو کورنیو سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.

