په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کالیزې په مناسبت ویلي، چې دغه سازمان به له افغانانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغې د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو دی او ملګري ملتونه به د هغوی ترڅنګ پاتې شي، څو د افغانان خپل راتلونکی په خپله وټاکي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» مشرې رباب فاطمې زیاته کړې، چې د افغانستان د خلکو کلتور او ارزښتونو ته ژور درناوی لري او له افغانانو سره خبرو اترو او همکاریو ته ژمنه ده.
سرچینه : شرق نیوز

