اسلامي امارت یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د هغه هیواد د نا امنیو تورونه په کلکه رد کړل .
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي په پاکستان کې پوځي حلقه او نور امنیتي ارگانونه چې کله په خپل هېواد کې د امنیت له ټینګښت څخه عاجزه کیږي نو د خپل ملت د تیر ایستلو لپاره د پيښو مسئولیت پر افغانستان اچوي.
فطرت وایي اسلامي امارت هېڅ کله په پاکستان کې نا امني نه جوړوي او نه یې ملاتړ کوي .
مرستیال ویاند وایي اسلامي امارت هغه امکانات هم نه لري چې په نورو هېوادونو کې نا امني پرې رامځته کړي او یا یې تمویل کړای شو.
فطرت څرګنده کړې د ګاونډي هیواد نا امني مخامخ د سیمې او د افغانستان په ضرر تمامیږي، د پاکستان نا امني له اقتصادي، اجتماعي او انساني پلوه د افغانستان په زیان ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي پاکستاني چارواکي د دې پرځای چې په خپلو امنیتي مسئولیتونو باندې تمرکز وکړي، په ناسمه توګه افغانستان پړ بولي او په غبرګون کې د افغانستان د نا امنه کولو په پروژو مصارف کوي.
هغه زیاتوي چې دا کار له اصلي او اساسي مسئولیت څخه اوږه خالي کول، سیمه بې ثباته کول او اقتصادي منابع پر بې ځایه هڅو ضایع کول دي.
فطرت زیاته کړې چې دغه غلط دريځ د دوی امنیتي ځواکونه له خپلو مسوولیتونو څخه غافله او منحرف کړي دي.
سرچینه : شرق نیوز

