د اوکراین په ختیځ کې د دروژکیفکا ښار اوس د جګړې له لومړۍ کرښې سره نږدې دی.
روسي ځواکونه له دغه ښار څخه شاوخوا ۱۵ کیلومتره واټن کې دي او ورو ورو د ښار پر لور پرمختګ کوي.
د جګړې له امله د ښار ګڼې ودانۍ، بازارونه او دوکانونه ویجاړ شوي او ډېری کوڅې تشې پاتې دي.
په سیمه کې لا هم یو شمېر ملکي وګړي ژوند کوي، خو د توپونو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو له امله د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ دی.
د رویټرز د راپور له مخې، ورته ویجاړتیا د اوکراین په ختیځ او سوېل کې د شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدې جګړهییزې کرښې په ډېرو برخو کې لیدل کېږي، چې له امله یې ګڼ ښارونه او کلي د اوسېدو لپاره نږدې نامناسب شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

