د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د شپږېزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو به د جولای له لومړۍ تر ۱۴مې نېټې پورې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
دا لومړی ځل دی چې یادې سیالۍ له کابل څخه بهر په یوه ولایت کې ترسره کېږي.
په سیالیو کې به پنځه لوبډلې؛ سپین غر، بندامیر، مس عینک، امو او بست ګډون ولري.
د مهالوېش له مخې، هره لوبډله به له بلې لوبډلې سره دوه ځله ولوبېږي او په ټولیز ډول به ۲۱ لوبې ترسره شي.
پایلوبه به د جولای په ۱۴مه نېټه د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
کرېکټ شنونکي وایي، شپږېزه لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ او ځوانو لوبغاړو د ودې لپاره مهم رول لوبولی دی.

