د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ موسسې په تخنیکي همکارۍ، د نېش او میوند ولسوالیو کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو په وینا، له دې جملې ۱۰ شنې خونې په میوند او ۵ نورې په نېش ولسوالۍ کې جوړېږي. هره شنه خونه پر ۴۰۰ متره مربع ځمکه رغول کېږي او چارې یې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې روانې دي.
یادې پروژې د کوکنارو د بدیل کښتونو د ترویج، د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره پلي کېږي، څو بزګران وکولای شي د کال په بېلابېلو موسمونو کې د سبو تولید او بازار ته عرضه زیاته کړي.

