د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د بامیان ولایت د یکاولنګ د اوسپنې کان د استخراج لپاره د ۳۰ کلن تړون لاسلیک شوی دی.
د وزارت په وینا، دغه تړون چې د شاوخوا ۸۵ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي، له څه باندې ۴۳۸ میلیونه افغانیو پانګونې او ۲۰ سلنه رویالټي سره له دوو کورنیو شرکتونو «نظري رحیمي» او «خان وزیري» سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري ویلي چې دغه تړون د ۳۰ کلونو لپاره دی او قراردادي شرکتونه مکلف دي چې د کانونو د اصولو او خپلو ژمنو سره سم فعالیت وکړي.
د هغه په وینا، د دې پروژې ټول معدني مواد به په بشپړ ډول په هېواد دننه پروسس کېږي، چې دا به د کورني صنعت د ودې او د کاري فرصتونو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
چارواکي زیاتوي چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

