د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، د لومړۍ حوزې پولیسو څلور تنه د شاوخوا اووه زره ټابلیټ کا نشه يي ګولیو سره نیولي دي.
د قوماندانۍ د ویاند په وینا، نیول شوو کسانو دغه ګولۍ په دوو موټرو کې په مهارت ځای پر ځای کړې وې او پلان یې درلود چې د جلال آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې وپلوري.
د چارواکو په وینا، له نیول شوو کسانو څخه یوه تن د رسنیو په حضور کې په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې دا ګولۍ یې له مارکو سیمې جلال آباد ښار ته انتقالولې، خو د پولیسو له لوري ونیول شول.
په همدې حال کې د جلال آباد ښار اوسېدونکي د پولیسو دغه اقدام ستایي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې د نشه يي توکو د پلور او پېر مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین ټینګار کوي چې د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې جدي مبارزه کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د خلکو روغتیا او د ټولنې رواني وضعیت ګډوډ کړي.

