د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې پرېکړهلیک په تصویب سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه
دغه پرېکړهلیک چې د چین له لوري وړاندې شوی و د شورا د ټولو ۱۵ غړو په یوه خوله مثبتو رایو سره تصویب شو
په همدې غونډه کې د چین دایمي استازي فو کونګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي
هغه همدارنګه د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ پراخېدو ته اړتیا ده

