د ازموینو عمومي ادارې خبر ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور ازموینې وروستی (څلورم) پړاو د روانې اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې ترسره کېږي
د يادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزی وايي په دې پړاو کې د تېرو درېیو پړاوونو غیرحاضر داوطلبان د اقوامو او قبایلو فارغان، د کاب ل ولایت د دیني مدرسو فارغان د څوارلسمو ټولګیو فارغان او د شپې پوهنځیو داوطلبان ګډون کوي
د شېرزي په وينا د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر به د اعلان شوې خبرتیا له مخې ترسره شي او ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه په کابل پوهنتون کې واخیستل شي
د ازموینو عمومي ادارې همدارنګه ویلي، د ننګرهار، لغمان، کندهار هلمند فراه او نیمروز ولایتونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینه به د کانکور د څلورو پړاوونو له بشپړېدو وروسته په جلا توګه تنظیم او ترسره شي

