د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، صدراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر به نن پنجشنبه سعودي عربستان ته درې ورځنی سفر پیل کړي.
د سفر پر مهال به دواړه پاکستاني چارواکي د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري او د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

