د نورستان ولایتي ادارې مسوولین وایي چې د تېر لوی اختر پر مهال شاوخوا ۱۲۰ زره سیلانیان د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه دغه ولایت ته ورغلي وو او د نورستان بېلابېلې طبیعي او تفریحي سیمې یې لیدلې دي.
د مسوولینو په وینا، د پخوا په پرتله اوس د سیلانیانو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، څو د هغوی د سفر او مېشتېدو چارې لا اسانه شي.
نورستان چې د خپلو شنو غرونو، ورشوګانو او طبیعي ځنګلونو له امله د هېواد له ښکلو سیاحتي سیمو څخه شمېرل کېږي، هر کال د اخترونو او رخصتیو پر مهال د زرګونو سیلانیانو کوربه وي.
په ورته مهال د نورستان اوسېدونکي د سیلانیانو راتګ ته خوښ دي او وایي چې د هغوی شتون د دې ولایت د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ترڅنګ د سولې او ارامۍ فضا هم نوره پیاوړې کوي.
هغوی له سیلانیانو غوښتنه کوي چې د تفریح پر مهال د طبیعي چاپېریال او شنو ورشوګانو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ځایي اوسېدونکو په وینا، نه یوازې سږکال بلکې هر کال د اخترونو پر مهال ګڼ شمېر سیلانیان نورستان ته راځي او د ځايي خلکو له تود هرکلي سره مخ کېږي.
راپور : پرویز مومند

