د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان او د شانګهای د همکارۍ سازمان ترمنځ همکاري د یوه غړي هېواد د مخالفت له امله ځنډېدلې ده.
نوموړي ویلي چې په دې سازمان کې پرېکړې د اجماع پر بنسټ کېږي، نو د یو غړي هېواد مخالفت د دې سبب شوی چې له افغانستان سره د همکارۍ پراختیا ودرېږي.
د هغه په وینا، دا حالت د افغانستان او یاد سازمان ترمنځ د تعاملاتو د پراخېدو پر وړاندې یو مهم خنډ دی.
کابلوف په خپلو څرګندونو کې د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول اختلافونه د سیمهییزو همکاریو پر بهیر اغېز لري او د افغانستان لپاره د فرصتونو د محدودېدو سبب ګرځي.

