په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له نوي مشر «اوسکار مانویل ساچیز» سره کتلي دي.
په دې کتنه کې شکیب غوښتي چې هلته دې د کډوالو د بېځایه ځورونو او له هغوی سره دې د نامناسبه چلندونو د مخنیوي لپاره په دغو مرکزونو کې شکایتونو ته د رسېدنې ځانګړې څانګه فعاله شي.
د افغان سفارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې مولوي سردار احمد شکیب همداراز د تحصیلي اسنادو د تاییدۍ اړوند په پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزو ته په رسېدنې ټینګار کړی دی.
بلخوا «اوسکار مانویل ساچیز» ډاډ څرګند کړی چې د افغان محصلینو د اسنادو موضوع به تعقیب او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او نوبت ثبتولو لپاره به ځانګړی مرکز پرانیستل شي.

