د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی چې د هېواد ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د هر لوېشت خاورې د دفاع لپاره قوي ژمنتیا موجوده ده.
د یاد وزارت ویاند عنايتالله خوارزمي ویلي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي او حتی په سختو او غرنیو سیمو کې هم د ساتنې لپاره لازم او قوي تدابیر نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه ژمن دي، څو د هېواد له هر لوېشت خاورې دفاع او ساتنه وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د ختیځ نورستان ولایت په ځینو سیمو کې د لاسرسي او امنیت په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

