د غربي او مرکزي نورستان د ٤٦ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې په موخه د سروې چارې پیل شوې.
ددغه ولایت والي په همدې موخه یې د نورستان د واما ولسوالۍ اړوند کوردر سیمې ته سفر کړی و، له ولسونو وغوښتل چې د سړک د سروې او عملي کېدو په موخه له نظام سره همکاري وکړي.
بل لور ته د سیمې ځايي اوسېدونکو د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د نورستان والي، مننه وکړه او د یاد سړک د جوړېدو له امله یې خوښي څرګنده کړه.
هغوی وویل چې د یاد سړک په اساسي جوړېدو سره به نه یوازې د دوی د تګ راتګ او نورو ستونزو حل ته لاره هواره شي، بلکې د سیمې اقتصادي وده به هم ورسره چټکه شي.
د یادونې وړ ده چې یاد ٤٦ کیلومتره سړک به د ٧ مترو په عرض جوړ شي، چې د لګښت، پلچکونو او واشونو جزئیات به یې د سروې تر بشپړېدو وروسته روښانه شي.
راپور : مسعود عربزی

