د ټولګټو وزارت وایي، په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د هېواد د بندرونو او د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه لوړه شوې، چې دا د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ ښيي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کال کې ټولټال ۷ میلیونه او ۶۰۲ زره او ۴۱۹ مټریک ټنه سوداګریز توکي د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې وارد، صادر او ترانزیټ شوي دي.
په دغو انتقالاتو کې ۵ میلیونه او ۱۶۹ زره او ۹۸۵ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۶۳۵ زره او ۴۲۷ ټنه د آقینې بندر له لارې، ۹۱۴ زره او ۷۹۶ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۸۸۲ زره او ۲۱۱ ټنه د خواف هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.
د وزارت په وینا، په همدې موده کې ۳۶ زره او ۱۱۹ ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي هم لېږدول شوي، چې په کې وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس شامل دي

