دفاع وزارت ویلي، چې د اسلامي امارت هوايي ځواک تېره شپه د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو په ځینو سیمو کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه بریدونه د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه، د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکراب سیمه او د خیبرپښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ د قمبرخیلو په سیمه کې ترسره شوي .
دفاع وزارت ادعا کړې، چې په یادو سیمو کې د داعشیانو هغه مرکزونه په نښه شوي چې د افغانستان پر وړاندې د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېدل او په تېرو کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه هم تنظیم شوي وو.
دفاع وزارت ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې په بریدونو کې مهم هدفونه په نښه شوي دي، خو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي

