د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي سره لیدلي دي
د بریتانیا ځانګړي استازي پدې ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر کنړ وروستیو بریدو ته په اشارې ویلي تاوتریخوالی باید ختم او پر باور جوړولو زیات کار وشي.
ځانګړي استازي وویل پاکستاني لوري ته یې هم دا پیغام رسولی چې د باور جوړولو هڅه وکړي.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په مرکز اسعداباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل د ملکي خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو په نښه کول هیڅ راز توجیه نه لري.
نوموړي په ټینګار وویل، اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پایته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غواړي.
ده وویل اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پرضد وکارول شي .
هغه زیاته کړه چې پاکستان دې هم پر خپلو ژمنو عمل وکړي
عبدالواسع پدې ناسته کې پاکستان کې د کډوالو په اړه هم بریتانیا له ځانګړي استازي سره خبرې کړي
ورته مهال د بریتانیا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدنه کړې او پر یو شمېر مهمو مسایلو یې خبرې اترې کړي
د بریتانیا ځانګړي استازي دا هم څرګنده کړه چې حکومت به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي

