د خامنهيي د وداع او جنازې مراسم اعلان شول
د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنهيي، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی و، د وداع او جنازې مراسم به د جولای له ۴مې تر ۹مې ترسره شي.
د حکومتي رسنیو د راپور له مخې، د تهران ښاروال علیرضا زاکاني ویلي چې د دې مراسمو یوه برخه به په عراق کې ترسره شي او د هغه جسد به په پای کې په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
نوموړي وروسته په یوه پیغام کې وویل چې دا خبر نیمګړی خپور شوی دی. د تهران ښاروال زیاته کړه: «د معلوماتو له مخې، د عراق له ګرانو وروڼو او خوېندو څخه د هغه د جسد د وداع او جنازې مراسمو د ترسره کولو لپاره ګڼ او تکراري وړاندیزونه د مراسمو د تنظیم کمېټې مسوولانو ته رسېدلي دي.»

