د #ایران ولسمشر مسعود #پزشکیان د قدس ورځې په مراسمو کې په تهران کې پر موټرسایکل لیدل شوی
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قدس ورځې د لاریونونو پر مهال په تهران کې د خلکو ترمنځ د یو موټرسایکل پر شا ناست لیدل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې نوموړی د مراسمو پر مهال د خلکو ترمنځ حرکت کوي. دا لاریونونه داسې مهال ترسره شوي چې د سیمې د امنیتي وضعیت او روانو پوځي بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
سرچینه:
ټولنیزې رسنۍ تسنیم

